د هرات پوهنتون درې ورځنی دینی او اصلاحی سمینار پیل شو
د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت، درې ورځنی دیني او اصلاحي سمینار د «اسلامي ارزښتونو، ایماني شعور او ټولنیز مسئولیت تقویت کول د قرآن کریم، نبوي سنت او د سلفو صالحینو د ارشاداتو په رڼا کې» په نوم د هرات پوهنتون د رهبري هیئت، استادانو او کارمندانو سره، او همدارنګه د خصوصي پوهنتونونو د رهبرۍ، استادانو او کارمندانو په ګډون د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار کې پیل کړ.
دغه سمینار د قرآن کريم د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته مولانا غلام محمد محمدي په اخلاص، تقوا او اخلاقو باندې وینا وکړه.
وروسته، شیخ محمد سرور، مفتي گل احمد سامح او شیخ شراف الدین اعتصام هر یوه د ایمان تعریف او برخو، د اسلامي نظام اهمیت، د هغه ګټې، اهداف او ساتنه، د تقلید حکم، د امام ابو حنیفه رحمه الله علیه فضائل او مذهبي مسایلو په اړه وینا وکړه.
یادونه: دغه سمینار سبا (پنجشنبه) او راتلونکې شنبه هم دوام لري او په دې ورځو کې به مشایخ کرام په دیني او ټولنیزو مهمو او اساسي مسایلو بحث او وینا وکړي.
