د عقلي او عاطفي چلند پر بنسټ د خپګان د کنترول سمينار وړاندي سو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د مشاورې مرکز د "د عقلي او عاطفي چلند پر بنسټ د خفګان کنترول" په نوم سمینار وړاندي سو.
دا سمینار چي د مشاورې مرکز له لوري د ياد مرکز د کنفرانس په تالار کي چمتو سوی و، محصلانو ته د خپګان علمي تعریف، د خپګان او تیري توپیر، ناسمه عقیده، د عقلي او عاطفي چلند لاري چاري همدارنګه د احساساتو د مدیریت په اړه مالومات پکښي وړاندي سول.
د دې سمینار د جوړولو موخه په محصلانو کي د خپګان د کنترول مهارتونو او په علمي چاپيريال کي په غوره ټولنيزي رواني روغتيا باندي پوهول همدارنګه د هغوی علمي ظرفيت لوړول و.
د سمینار په وروستيو کي محصلینو خپلې پوښتنې مطرح او د مشاورې مرکز له لوري ورته ځوابونه وړاندي سول.