د پوهنتون د اداري کارکوونکو د ارزیابۍ اجرأتو د کارونو د نوې لارې چارې زده کړیزه برنامه دایره شوه.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۳:۵۹
img

د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام په حضور؛ د ارزیابۍ اجرأتو عمومي مدیریت د پوهنتون د کارکوونکو  د سوانحو او اړیکو په پار د هرات پوهنتون د اداري کارکوونکو د ارزیابۍ اجرأتو د کارونو د نوې لارې چارې یوه ورځینۍ زده کړیزه برنامه د دې ریاست ۳۰ تنو جدیدالشمولو کارکوونکو ته دایره کړه. 
د دې مراسمو د پرانستلو په برنامه کې د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتي عبدالغفار د موضوع د ارزښت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او دا برنامه یې ګټوره وبلله او د داسې برنامو له دوام څخه یې هرکلی وکړ.
دا برنامه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ارزیابۍ اجرأتو د تسهیل کارپوه آقا محمد صفا لخوا مخته یوړل شوه چې په هغې کې ګډون کوونکو ته د ارزیابۍ اجرأتو د ګړنلارې په اړه معلومات وړاندې شول.
همدارنګه دوه تنه اداري کارکوونکي چې خپلې د ارزیابۍ د اجرأتو چارې یې په شه توګه مخته وړې وې وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS