د افغانستان اسلامي امارت د طبي شورا پلاوي سره لیدنه

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۸:۲۳
img

د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام هم حضور درلود د افغانستان اسلامي امارت د طبي شورا پلاوي سره لیدنه وکړه او د هغې په ترڅ کې یې د افغانستان د طبي شورا د حوزوي دفترونو د فعالولو او پرانیستلو په اړه خبرې او د نظریاتو تبادله وکړه او د هرات پوهنتون له ریاست څخه د هراړخیزو همکاریو غوښتونکی شو.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هرات ولایت کې د افغانستان د طبي شورا رامنځته کول مریضانو ته د خدماتو وړاندې کولو په پار او همدارنګه د هېواد د مسلکي طبیبانو له حقوقو څخه دفاع اړینه اړتیا وبلله او ډاډ یې ورکړ چې هرات پوهنتون به په ټولو امکاناتو د دې شورا سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS