جلسه اداری

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۵۳
""

نن د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخې آمرانو او مدیرانو په حضور د پوهنتون د اداري چارو دمخته وړلو او ښه والي په پار غونډه دایره شوه. غونډه د الهي کلام د ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام په هرات ولایت کې د اخیرنۍ زلزلې شهداوو ته د اتحاف دعا کولو او د دې پښې ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا غوښتلو تر څنګ، د اداري کارکوونکو د فعالیتونو او په وخت حضور څخه مننه وکړه؛ لازم هدایات او لارښوونې یې وړاندې کړې، د ریښتینولۍاو ژمنې د ارزښت او په ښه توګه د اداری چارو پرمخ وړلو په اړه خبرې وکړې وه یې ویل: په وخت سره د اداري چارو ترسره کول او هغو ته رسیدګي کول د خدمتونو د وړاندې کولو په پار د هرې ادارې له اصولو څخه شمېرل کېږي او د پوهنتون اداري کارکوونکي هو مکلف دي چې په دې برخه کې د هیڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي. هغه ټینګار وکړ چې اداري آمران باید خپل اونیز ریپوټونه د دې معاونیت په لاسرس کې ورکړي تر څو د چارو د بهیر له څرنګوالي څخه په واضح او روښانه ډول کتنه وشي او د چالشونو او ستونزو لپاره مناسبې د حل لارې پیدا شي. ورپسې د اداري برخو آمرانو او مدیرانو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ریپوټونو وړاندې کولو او د ستونزو او د حل لارو د بیانولو ترڅنګ، ژمنه وکړه تر څو له مخکې ټاکل شویو موخو ته د لاسرسي او په خپل وخت د اړوند چارو د مخته وړلو په برخه کې به لازم او عملي اقدامات په لاس کې ونیسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS