د هرات پوهنتون د نارینه لیلیې لیدنه

hu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۹:۲۱
:

نن د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي انعام الله انعام په داسې حال کې چې د پوهنتون د تهیه او تدارکاتو آمر اجمل سنځر، د پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمر محمد ناصر مستنیر، د خدماتو عمومي مدیر عتیق الله سهرابي، د  حفظ او ساتنې، تهیه او تدارکاتو مدیرانو او د ذکورو لیلیې عمومي  مدیر هم حضور درلود، د هرات پوهنتون د ذکورو له لیلیې څخه لیدنه وکړه او د خوراکي موادو د کیفیت ، د غذایي موادو د پخولو ډول او د لیلیې عمومي پاکوالي د بررسۍ ترڅنګ د محصلینو سره د هغوی د اعاشې او اباتې د وضعیت په اړه خبرې وکړې او محصلینو هم د لیلیې له شرایطو څخه د رضایت څرګندونه وکړه.
د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال پر لیلیې پورې د اړوند قوانینو او مقرراتو د رعایت کولو ټینګار سره سره، د ذوکورو لیلیې مسئولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د خوړلو موادو په پخلي کې او همدارنګه د قرارداد مطابق د کیفیت لرونکو خوراکي موادو پر تحویل اخیستلو ډاډ تر لاسه کړي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۶ محرم ۱۴۴۵- ۲۲ زمری ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

BACK TO NEWS