د پوهنتون د مالي او اداري معاونیت لومړۍ ناسته

hu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۹:۷
:

د پوهنتون د مالي او اداري معاونیت لومړۍ ناسته.
د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي انعام الله انعام، د اداري برخو عمومي آمرانو او مدیرانو په حضور  د دې معاونیت په دفتر کې دایره شوه.
ناسته د الهي کلام د آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د اداري برخو آمرانو او مدیرانو  د لا زیاتې پېژندنې په پار، خپل ځانونه معرفي کړل او د پوهنتون مالي او اداري مرستیال سره یې  د دندو، چالشونو، ستونزو او د حل لارو په اړه خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د  لازمو امکاناتو او اسانتیاوو د چمتو کولو په برخه کې د هغو سره همکاري وشي، تر څو مراجعینو ته د خدمت کولو امر په ښه ممکنه توګه ترسره شي.
وروسته د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي انعام الله انعام په هرات پوهنتون کې له خپل حضور څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، مالي او اداري برخه د یوې ادارې یوه له اړینو او بنسټیزو برخو په نامۀ یاده کړه وه یې ویل: له هغه ځایه چې د هرات پوهنتون یو علمي مرکز دی لازمه ده چې د اداري برخو آمران او مدیران د مسئولیت منلو، ژمنې او د رښتینولۍ حس سره تحصلي خدمتونو وړاندې کولو، د مراجعینو ځواب ورکولو او همدارنګه د دې علمي مرکز د چاپېریال او شینوالي ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.
د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال ژمنه وکړه چې د اداري برخو کار کوونکو ته د اسانتیاوو او امکاناتو د رامنځته کولو په پار  په هر پوهنځي کې د بېلو مسجدونو رامنځته کولو، د پوهنځیو پېژندلو د لوحو نصب کولو او د پوهنتون د سرکونو پخولو په برخه کې به په عملي اقداماتو لاس پورې کړي. 
همدارنګه هغۀ د اداري برخو آمرانو او مدیرانو ته لارښوونه وکړه چې خپل میاشتیني ریپوټونه د دې معاونیت سره شریک کړي.
ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
 ۲۶ محرم ۱۴۴۵ - ۲۲ زمری۱۴۰۲

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

په هرات کې د ترکیې جمهوریت د سرقونسل او د هرات پوهنتون د رئیس لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس مفتي عبدالستار «المحسن»، نن په خپل کاري دفتر کې د ترکیې جمهوریت له سرقونسل ډاکټر تزجان قاضي‌اوغلو سره لیدنه وکړه او د هرات پوهنتون او د ترکیې د علمي بنسټونو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

BACK TO NEWS