قهرمانی تیم فوتبال پوهنحی زراعت در مسابقات فوتبال جام محصل

د محصل جام فوټبال سیالیو کې د زراعت پوهنځي د فوتبال ټيم اتل ولي
د هرات پوهنتون سرپرست او د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنیار مولوي منت الله آخندزاده، د پوهنتون د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار
د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس شاه رسول احراري، د محصلانو چارو او د اداري برخو مدیرانو او آمرانو، د زراعت پوهنځۍ او نورو پوهنځيو رئیس صاحبانو په حضور کې د محصل جام د فوتبال سیالۍفینال د دوو فوټبال ټیمونو د زراعت پوهنځي او ساینس پوهنځي په رقابت سره د هرات ولایت په ورزشي استډیوم کې پای ته ورسېده.
دا سیالۍ چې د هرات پوهنتون د ورزش مدیریت په ابتکار (نوښت) د هرات پوهنتون د ۱۶ پوهنځیو د فوټبال ټیمونو ترمنځ په لاره اچول شوې وه، په پای کې د زراعت پوهنځي د فوټبال ټیم په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده : چې د محصل جام سیالۍ هر کال د ورزش په بېلابېلو څانګو کې د هرات پوهنتون د عمومي ورزش مدیریت او د محصلینو د خدماتو چارو د انسجام آمریت له خواه د هرات پوهنتون د پوهنځیو او د پوهنتون د محصلینو ترمنځ د سالمې روحیې د رامنځ ته کولو په پار د هرات پوهنتون د رهبري هیأت په همکارۍ او د محصلینو په ګرم او تود هرکلي سره تر سره کېږي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۴- ۲۷ چنګاش ۱۴۰۲