د هرات پوهنتون د اداري کارکونکوو د کلنۍ ارزیابۍ پروسۀ

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۸:۵۱
:

د هرات پوهنتون د اداري کارکونکوو د کلنۍ ارزیابۍ پروسۀ د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخند زاده، د مستقیمو او ارزیابي کېدوونکو آمرانو په حضور د اجرأتو ولایتي ارزیابۍ کمیټې چې د اداري اصلاحاتو ریاست له استازو څخه جوړه ده، او د هرات ولایت مقام له خواه تر سره شوه.
لومړی ښاغلي آخند زاده د اجرأتو د ارزیابۍ په اړه خبرې وکړې، د دې پروسې موخه یې د اداري کار کوونکو کلنۍ ارزیابي او د هغو د کارکړنې  کلنی سنجش وبلله او هغه یې د یوې ادارې هغو موخو ته د رسېدو لپاره ګټوره وبلله چې له مخکې ټاکل شوې وي، هغۀ د دې کمیټې له غړو څخه وغوښتل تر څو یاده پروسه په پام  سره مخته یوسي.
په پام کې نیول شوې ده چې دا پروسه به د کاري پلان مطابق په راتلوونکو ورځو کې د هرات پوهنتون د اداري کارکوونکو سالانه اجرأت وڅېړي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱۸ شوال ۱۹- ۱۴۴۴ غوایي ۱۴۰۲

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS