دافغانسان د خپلواکې په سلمه کالیزه کي داساسي قانون پالنې د ارزونې کنفرانس داساسی

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۹:۲۴
""

دافغانستان دخپلواکي په سلمه کالیزه کي داساسي قانون پالنې د ارزونې سمینار دویمه ورځ وړاندي سول.لومړی محمد ادریس برمک داساسي قانون پرتطبیق دڅارنې خپلواک کمیسون ستر سلاکار او د دارالانشا‌ء سرپرست دافغانستان اساسي قانون تشریح کړ او د ټاکنو په اړه یي داساسي قانون په ړنا کي خبرې وکړې، ټاکنې يي یوازني لار وبلل چي خلګ کولای سي حاکمیت او سیاسي قدرت کي خپل اراده وپالي.
وروسته محمدضیا‌ء فرهمند داړیکو او داساسي قانون دپوهاوي دیپارتمنت آمر، د وسني او مخکني اساسي قوانیونو تر منځ توپیر په اړه معلومات وړاندي کړل او دقواو ترمنځ دجلاکولو اصولو مراعات، دعمومي خپلواکيو ملاتړ، د دولت دنده دعمومي خپلواکیو پروړاندي، دولسمشر مکلفیتونه دهغه کړنې او ځانګړي دندې، دولسمشر ځواب ویل دخلګو واستازوپه اړه يي خبرې وکړي.
وروسته ډاکټر شمشاد پسرلی دهرات پوهنتون دحقوقو پوهنځی استاذ داساسي قانون په اړه معلومات وړاندي کړل.
ډاکټر عبدالروف هروي داساسي قانون پرتطبیق دڅارنې خپلواک کمیسون کمشنر داساسي قانون په اړه داسلام شریعت په ړنا کي وګډونوالو ته خبرې وکړې او وي ویل: اساسي قانون داسلام شریعت سره مخالف ندي بلکه داسلام شریعت په ړنا کي جوړ سوی دی.
وروسته محمد خلیل قیامي داړیکو او اساسي قانون څخه د پوهاوي دیپارتمنت متخص دعادلانه محکمي داصولو رعایت کولوپه اړه خبرې وکړې او د عادلانه محکمې لپاره يي څلوراصول یادکړ:دمحکمي عام اصول، دمحکمي مخکي اصول ، دمحکي پروقت اصول، او دمحکمي وروسته اصول.
وروسته دښوونکو اومحصلینو وسوالونو ته دقانونپوه ډاکټرمحمدقاسم هاشمزي داساسي قانون پرتطبیق دڅارنې خپلواک کمیسون مشر له خوا ځوابونه ورکړل سول.
همداراز ډاکټرغلام داود هاشمي دهرات ولایت مرستیال دسمینار دارزوني ترڅنګ داساسي قانون په اړه معلومات وړاندي کړل دیادو سمینارونو جوړول یي داساسي قانون څخه دمحصلینو پوهاوي په اړه اړین وبلل.
دیاد سمینار په پاي کي داساسي قانون پرتطبیق دڅارنې خپلواک کمیسون له مشر او کمیشنر له خوا دهرات پوهنتون رئیس ډاکټرعبدالله فایز، دهرات ولایت مرستیال غلام داود هاشمي او دهرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال محمد نذیز سکندري دقانون دښه پالنې او تطبیق لپاره   وستایل  

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS