د «په اسلام کې د ږیرې اهمیت او مقام» او «په اسلام کې د وخت اهمیت، مقام او د هغه د مدیریت څرنګوالي» تر سرلیکونو لاندې دوه سمینارونه جوړ شول.
د محصلانو د دیني او فرهنګي پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو ته د «په اسلام کې د ږیرې اهمیت او مقام» او «په اسلام کې د وخت ارزښت، مقام او د هغه د مدیریت څرنګوالی» تر سرلیکونو لاندې دوه ښوونیز سمینارونه جوړ شول.
په لومړۍ برخه کې د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد پوهنمل دوکتور مسعود عزیزي په اسلامي لارښوونو کې د ږیرې د مقام، د نبوي احادیثو او د اسلامي سنتونو د رعایت د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
په دویمه برخه کې د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد پوهنیار عبدالحکیم فاضلي په اسلام کې د وخت پر ارزښت او مقام او د هغه د سم مدیریت پر څرنګوالي خبرې وکړې. نوموړي له وخت د سمې او موخې لرونکې ګټې اخیستنې، د موخو پر ټاکلو، د چارو پر لومړیتوب، ورځني پلان جوړولو او د وخت له ضایع کېدو څخه پر مخنیوي ټینګار وکړ. هغه له فرصتونو څخه سمه ګټه اخیستنه د علمي او فردي بریا له مهمو عواملو څخه وبلله.
د دواړو سمینارونو په جریان کې محصلانو د پوښتنو او خپلو نظرونو له لارې په بحثونو کې فعاله ونډه واخیسته او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.
په پای کې پر اسلامي ارزښتونو او سنتونو د پابندۍ، له فرصتونو څخه د مطلوبې ګټې اخیستنې او د وخت پر سم مدیریت ټینګار وشو.
