د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو د ارزونې د څېړنیزې پروژې پیل
ټاکل شوې ده چې د «د کمي میکروبي خطرونو د ارزونې (QMRA) میتود په کارولو سره د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو ارزونه» تر سرلیک لاندې څېړنیزه پروژه د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د غذايي موادو ټکنالوژۍ څانګې په لابراتوار کې پیل شي.
دا څېړنه به د روان کال په ترڅ کې ترسره شي. د څېړنې موخه دا ده چې د هرات ښار د څښاک اوبو کیفي او میکروبي وضعیت د میکروبي نښې له پلوه وڅېړل شي، د انسان روغتیا ته احتمالي خطر په کمي ډول محاسبه شي، اړوند نښې لکه د ناروغۍ د ورځني او کلني اخته کېدو خطر محاسبه او وړاندې شي او همدارنګه د کمي میکروبي خطرونو د ارزونې (QMRA) د موندنو پر بنسټ د هرات ښار د څښاک اوبو د خوندیتوب د ښه والي لپاره مدیریتي او اصلاحي وړاندیزونه وړاندې شي.
