په هرات کې د ترکیې جمهوریت د سرقونسل او د هرات پوهنتون د رئیس لیدنه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
img

د هرات پوهنتون رئیس مفتي عبدالستار «المحسن»، نن په خپل کاري دفتر کې د ترکیې جمهوریت له سرقونسل ډاکټر تزجان قاضي‌اوغلو سره لیدنه وکړه او د هرات پوهنتون او د ترکیې د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، کلتوري او ښوونیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
 
د دې لیدنې په پیل کې د هرات پوهنتون رئیس په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت سرقونسل ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي، کلتوري او دوستانه اړیکې ارزښتمنې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د علمي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه له هرات پوهنتون سره د ترکیې جمهوریت د قونسلګرۍ او د تیکا دفتر له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او د دغو همکاریو رول یې د علمي ظرفیتونو په لوړولو، د تحصیلي امکاناتو په تجهیز او د اکاډمیکو اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناک وباله.
 
مفتي عبدالستار «المحسن» هیله څرګنده کړه چې د هرات پوهنتون او د ترکیې جمهوریت د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همکاریو د هوکړه‌لیک له لاسلیک سره به د ګډو علمي، کلتوري، ښوونیزو او څېړنیزو پروګرامونو د پلي کېدو زمینه لا پراخه شي او دغه همکارۍ به په هېواد کې د لوړو زده‌کړو د کیفیت له لوړولو سره مرسته وکړي.

په دوام کې، په هرات کې د ترکیې جمهوریت سرقونسل، ډاکټر تزجان قاضي‌اوغلو له هرات پوهنتون له رئیس سره له لیدنې خوښي څرګنده کړه او د علمي او فرهنګي همکاریو په برخه کې یې د خپل هېواد پر ملاتړ او ژمنتیا ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې د همکاریو د هوکړه‌لیک مسوده د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ له لارې له هرات پوهنتون سره شریکه شوې ده او هیله یې څرګنده کړه چې دغه هوکړه‌لیک به په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي، څو په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا زمینه برابره شي.
 
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د تیکا دفتر به په راتلونکي کې له هرات پوهنتون سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي او د دغه علمي بنسټ له علمي، ښوونیزو، کلتوري او پراختیايي پروګرامونو څخه به ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو د ارزونې د څېړنیزې پروژې پیل

ټاکل شوې ده چې د «د کمي میکروبي خطرونو د ارزونې (QMRA) میتود په کارولو سره د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو ارزونه» تر سرلیک لاندې څېړنیزه پروژه د هرات پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د هرات پوهنتون او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

نن د هرات پوهنتون د عمومي رئیس مفتي عبدالستار المحسن، د پوهنتون د مرستیالانو او د افغان ملي بانک د استازي په شتون کې د بانکي خدمتونو د ښه والي، چټکتیا او اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

BACK TO NEWS