د امیرالمؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) د شهادت د لسم تلین په مناسبت، په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د یادغونډې مراسم ترسره شول.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۲۸
img

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د امیرالمؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) د شهادت د لسم تلین په مناسبت یوه پرتمینه غونډه تر سره شوه، چې د یاد پوهنځي رئیس، علمي کادر غړیو، اداري کارکوونکیو او محصلانو پکې ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن شریف د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې په پیل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس مولوي صفي الله احمدي وینا وکړه، په وینا کې یې د امیر المؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) پر ژوند او کارنامو خبرې وکړې، وروسته د جهاد پر فضیلت وږغېدۀ او همداراز د قلمي جهاد د ارزښت په اړه یې هم د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. مولوي صاحب احمدي په خپله وینا کې پر دې تأکید وکړ موږ ټول قلموال باید چې په قلمي جهاد کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودرېږو.

وروسته د تاریخ څانګې استاد پوهنوال مسعود مسعودي صاحب د امیرالمؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) ژوندلیک په مفصله توګه تشریح کړ.

نوموړي استاد د خپلې وینا په جریان کې د امیرالمؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) د ژوند، مبارزې، زد‌ه‌کړو، شخصیت، سیاسي درایت او کړیو خدمتونو په اړه محصلانو او د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

غونډه د مولوي صاحب طیب له خوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS