د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي له استاد ډاکټر عبدالحلیم عبادي سره په همغږۍ، د دې لپاره چې محصلان د اړمنو کسانو سره د لومړنیو روغتیايي اقداماتو په برخه کې انساني مهارتونه ترلاسه کړي، د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس په لاره واچاوه.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس، مفتي حفیظ الله مبرور، د طب پوهنځي له دوامدارو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دې ډول روزنیزو کورسونو جوړول د محصلانو د انساني او اړینو مهارتونو د ودې لپاره اغېزناک او ارزښتناک وبلل، او د دغو مهارتونو پراختیا یې د ننني عصر له مهمو اړتیاوو څخه وګڼله.
