د «اسلام له نظره د مدیریت اصول او بنسټونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
دغه یو ورځنی سمینار د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستیالۍ د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړولو مدیریت له لوري، د دې علمي بنسټ د څلورم او پنځم بست آمرانو او مدیرانو لپاره جوړ شوی و.
په دې پروګرام کې پوهندوی ډاکټر عبدالواحد فقیري، د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د اسلام په تاریخ کې د نامتو مدیرانو، د اسلام په لومړیو وختونو کې د بریالیو مدیریتي بېلګو، د یو بریالي مدیر ځانګړنو او د رسول الله صلیالله علیه وسلم د زمانې د مدیریت او ننني عصر تر منځ د اړیکو په هکله هر اړخیز او روښانه بحث وړاندې کړ.
همدارنګه حافظ محمد بشیر مجاهد، د مالي او اداري چارو مرستیال، د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې یادې مرستیالي په پام کې لري چې په راتلونکي کې هم د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره نور ورکشاپونه او روزنیز سمینارونه جوړ کړي.
