کندهار پوهنتون ته د محصلان علمي سير ترسره شو

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۸:۴۳
img

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلينو ته د فرهنګي کمېټې له لوري محصلانو ته په لومړي ځل کندهار پوهنتون ته علمي سير ترسره شو
په دې علمي سير کي محصلانو ته د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي استاد پوهنيار امان الله پښتون د لارښود استاد په ملتيا سره د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي، رسنيو عملياتي مرکز، عمومي کتابتون او د کمپيوټر لب ترڅنګ د کندهار ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست، بېلابيلو رسنيو، فرهنګي او علمي بنسټونو څخه ليدنه وکړه.
په دې علمي سير کي ګډونوالو محصلانو د ياد علمي سير څخه ډيره خوښي څرګنده کړه او د کندهار پوهنتون د پرمختګونو، د رهبري له لوري د غوره ميلمانه پالني او خدمت ستاينه وکړه همدارنګه د محصلانو په وينا چي دا ډول علمي سيرونه د هغوی د مسلکي، نظري او علمي پوهي په لوړاوي کي ډير مثبت، اغيزمن او ګټور ګام ياد کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS