د معتاد پيژندني علمي کنفرانس او د ټولنپوهنې غوره څېړنيز زده کړیالان وستايل سوه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۸:۴۷
img

د هرات پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځي له لوري د " معتاد پيژندني" په عنوان باندي یو څېړنیزه کنفرانس وړاندي سو، چي په دې کنفرانس کي د ټولنپوهني څانګي د زده کړیالانو له لوري يې ساحوي څېړني پایلې ګډونوالو ته وړاندې سوې.
د دې کنفرانس موضوعات؛ په مخدره موادو باندي د معتاد کېدلو اصلي لاملونه د احمد سیر عثماني او د معتاد کېدلو څخه د مخنيوي لاري چاري بیا د محمد هادي امیني له لوري وړاندي سول.
دا کنفرانس د پوهنیار احمد جواد اصیل په لارښووني او همکاري باندي د زده کړیالانو د څېړنيزې روحیې او روزنې په موخه ترتيب سوی و، په دې تړاو څو ګروپونو محصلانو ساحوي څېړني ترسره کړې وې، چي تر آرزونې وروسته د هغوی له منځه دوه د غوره ګروپونه توګه وټاکل سول او خپلې څېړنيزي پایلې یې د استادانو او زده کړیالانو په حضور کي وړاندي کړې.
پوهنیار محمد ناصر محمدي، د ټولنيزو علومو پوهنځي رئیس پوهنيار محمد ناصر محمدي د ساحوي څېړنو د ارزښت او د داسي کنفرانسونو د ترسره کولو پر اهميت خبري وکړې، د څېړنيزو محصلانو ستاينه يې وکړه او نوموړي نور محصلان هم وهڅول ترڅو ساحوي څېړني ترسره کړي.
ددې علمي کنفرانس په وروستيو کي د غوره څېړونکو زده کړیالانو هڅې په معنوي ډالۍ او ستاينليک سره وستايلې همدارنګه ټولو زده کړیالانو ته د بریالیتوب په دعا کولو سره کنفرانس پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS