د هرات پوهنتون د انجنيري پوهنځي ممتازو او جديد الشمول محصلانو معرفت غونډه ترسره سوه

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۸:۳۸
img

د هرات پوهنتون د انجنيري پوهنځي د خپلو ممتازو او جديد الشمول محصلانو د ستايني او ښه راغلاست په مناسبت  غونډه ترسره سوه، چي د محصلانو چارو مرستيال شيخ عبدالهادي ذوالهادي، د پوهنځيو رئيسانو، انجنيري پوهنځي رئیس، استادانو او محصلانو پکښي ګډون درلود.
دا غونډه د قران کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره راپيل سوه، چي بیا د انجنيري پوهنځي رئيس پوهنمل انجنير پاڅون عارفي له لوري د غونډي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ويلو تر څنګ د ممتازو محصلينو ستاينه يې وکړه.
د محصلانو چارو مرستيال شيخ عبدالهادي ذوالهادي د علمي بنسټونو د ارزښت، د هڅو او خلاقيت پر اهميت، د پوهنتون د اسلامي، علمي او اخلاقي اصولو او نظم ساتلو همدارنګه خپل صورت او سيرت پر ښه سمون باندي خبري وکړلې او نوموړي زياته کړه چي د هرات پوهنتون مشرتابه تل هڅه کوي، ترڅو محصلانو ته غوره علمي امکانات برابر کړي.
همدارنګه د انجنيري پوهنځي د دو تنو استادانو پوهندوی انجنير غلام فاروق نديم او پوهنيار نعمان محب له لوري پر ستراتيژيک پلان، کريډيټ لايحې او په علمي چاپيريال کي پر نظم او ډسپلين مراعت کولو باندي خبري وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS