د هرات او بلخ د پوهنتونونو د رئیسانو لیدنه د علمي همکاریو د پراخولو په موخه

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳
img

د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، چې د هرات پوهنتون رئیس دی، د بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنتون له رئیس سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د علمي او تعلیمي اړیکو د پیاوړتیا، د اکادمیکو تجربو د تبادلې او د څېړنیزو همکاریو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل. هغوی د علمي کنفرانسونو د جوړېدو، د ګډو تعلیمي پروګرامونو او د استادانو او محصلینو د علمي ظرفیتونو د لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
همداراز، هغوی هیله وښوده چې د هرات او بلخ پوهنتونونو ترمنځ علمي همکاریوې لا پراخې شي او د علمي او تحصیلي پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غوره مطالعه کوونکي محصلانو ستاينغونډه دايره شوه

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د روان (۱۴۰۴) کال غوره مطالعه کوونکي محصلان د يوې غونډې په ترڅ کي وستايل شوه.
په يادې غونډه کي د ژورناليزم او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۴
Background image

د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د غوره کوډ لیکونکو محصلینو ستاینه (تقدیر)

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د هغو غوره کوډ لیکونکو محصلینو څخه ستاینه وکړه چې په دوو برخو «ویب ډیزاین» او «پروګرام‌نویسي» کې یې ګډون کړی و.
دغه محفل د پوهنیار محمد سعید عظیمي له خوا د قرآن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۳
Background image

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د محصلانو ساحوي څېړنې نتایج ارائه شو

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د علمي څېړنو د مرستیالۍ او د پوهنتون د علمي مجلې په همکارۍ، یو علمي او څېړنیز محفل د دې لپاره جوړ شو چې د «د کرنې پراختیا او اقتصاد» او «د نباتاتو ساتنې» د. . .

BACK TO NEWS