دویم دور د کیفیت تضمین د اصلي او فرعي معیارونو د بیاکتنې سیمینار په هرات پوهنتون کې ترسره شو.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۱۴
imh

د کیفیت تضمین د اصلي او فرعي معیارونو د بیاکتنې لومړۍ دوره د ډیپارټمنټونو آمرینو او د اصلي او فرعي کمېټو مسوولینو لپاره ترسره شوې وه.
پوهاند ډاکټر محمد یوسف امیني، چې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو کتونکو غړی دی، د کیفیت تضمین اړوند کلیدي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. هغه د ادارې د ارزونې کچې چک‌لسټ بیاکتنې، پوهنځیو او ډیپارټمنټونو د ارزونې چک‌لسټ بیاکتنې او د کیفیت تضمین د اسنادو او شواهدو د وړاندې کولو طریقه د بیاکتنې پر مهال په تفصیل سره تشریح کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS