پوهنتون ته د کتابونو ډالۍ کول

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۴۰
img

د عروج څېړنیزې او خپرنیزې ادارې لس ګونه ټوکه مختلف کتابونه پوهنتون ته ډالۍ کړل. 
دا کتابونه په راتلونکي وخت کې زده کړه، د کمنیزم پای، په اوسني عصر کې تقلید، د الله تعالی په طرف، تبلیغاتي جګړه، د ځوانانو مسؤولیت څه شی دی؟ امارت او نړۍ او داسې نور وو. 
د دې کتابونو د ډالۍ کولو په مراسمو کې د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د دې بنسټ څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ وویل چې مطالعه د فکر د روزنې او رشد لپاره یو له اساسي لاملونو څخه ده. هغه وویل چې مطالعه نه یوازې د شخص علم زیاتوي، بلکې د ټولنې د فرهنګي او ټولنیزې ودې زمینه هم مساعدوي. 
د هرات پوهنتون رئیس دغه راز له بنسټ څخه د داسې نورو ورته کړنو غوښتونکی هم شو. 
همدارنګه د عروج څېړنیزې او خپرنیزې ادارې مشر مولوي ثابت هروي هم له هرات پوهنتون څخه مننه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې په راتلونکې کې به د دوی سره لا ډېرې دې ته ورته مرستې وکړي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS