د لمانځه د فضيلتونو په باره کې يو ورځنی سيمينار

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۳۹
img

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امريت د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القران و الحديث مولوي هيبت الله اخندزاده د فرمان له مخې ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د فضيلتونو د بيانو او د هغه د پابندۍ په باب يو ورځنی سيمينار وړاندې کړ. 
دا سيمينار د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شو. ورپسې د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امر مولوي عبدالله طیب د امير د اطاعت په اړه خبرې وکړې او دا فرمان يې واضح کړ چې عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله په دې فرمان کې ټولو اداري کارکوونکو ته توصيه کوي چې  لمونځ پر خپل وخت او جماعت سره وکړي. هغه دغه راز د لمانځه د فضيلت په باره کې وويل چې لمونځ د دين ستنه ده او د هغه پر جماعت سره ادا کول يو له ديني ارکانو څخه دی. 
مولوي عبدالله طیب دغه راز زياته کړه چې لمونځ په جماعت سره کول د يووالي سبب کېږي. 
د دې سيمينار په جريان کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار هم د اسلامي اصولو او اسلامي سياست په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې. په دغو دواړو اصولو کې يې د پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو نقش بارز وباله او ويې ويل چې دا دواړه قشر بايد محصلينو ته يوه الګو وي. 
د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار دغه راز زياته کړه چې په پوهنتون کې بايد په تمامه مانا ديني او اسلامي اصولو ته پاملرنه وشي. 
د دې سيمينار په پای کې شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د سيمينار له ګډون کوونکو څخه وغوښتل چې په جماعت سره د لمونځ کولو او د پوهنتون په نظم کې بايد هڅاند واوسي. ځکه لمونځ ټولنې ته د نېکمرغۍ راوړلو سبب کېږي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۱۶
Background image

د ګوګل څخه د کار اخيستني خدمتونو اړوند ورکشاپ وړاندي سو.

د هرات پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ آمريت له لوري د لومړي ټولګيو محصلانو ته د علمي ظرفيت لوړوني په پار د ګوګل پيژندني او د هغه څخه د غوره ګټه اخيستني اړوند ورکشاپ وړاندي سو.
په دې ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۱۶
Background image

د هرات پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي کي د قرآن کريم ختم ترسره سو

د ستوماتولوژي پوهنځي د رهبري، استادانو او محصلانو له لوري د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځي په مناسبت د يادې پوهنځي د غونډو په تالار کي د قرانکريم ختم ترسره سو.
دا غونډه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۱
Background image

په هرات پوهنتون کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځي لمانځغونډه ترسره سوه

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د شرعياتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په همکاري د ميلاد نبي صلی الله عليه وسلم ورځ ولمانځل سوه.
دا غونډه د قرانکريم. . .

BACK TO NEWS