د ساينس پوهنځي د محصلينو فراغت په يو لړ مراسمو سره ولمانځل شو.

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۵:۱۵
img

د ساينس پوهنځي فرهنګي کمېټې د خپل پوهنځی د 57 محصلينو لپاره د فراغت جشن ونيو. 
په دې مراسمو کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، علمي مرستيال مولوي محمد موسی فایق، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د دعوت او ارشاد امر مولوي عبدالله طیب، د ساينس پوهنځي رئيس پوهنيار محمد اسماعيلي، استادانو او نورو محصلينو ګډون کړی وو. 
دا مراسم د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شول، وروسته د ساينس پوهنځي رئيس محمد اسماعيلي فارغو محصيلينو ته د مبارکي ترڅنګ د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې، د محصلينو زحمتونو يې وستايل، هغوی ته يې وويل چې زده کړې پر دې ځای ونه دروئ، بلکې مخکې يې تر دوکتورا او ماسترۍ ورسوئ. 
د غونډې په دوام د دعوت او ارشاد امر مولوي عبدالله طیب محصلينو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې تاسو د ټولنې الګو ياست، تاسو بايد پر دې علم او پوهې سره هغوی سمو اخلاقو ته وهڅوۍ، د هغوی راتلونکې روښانه کړئ. 
وروسته د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار محصلينو ته مبارکۍ تر څنګ هغوی ته وويل چې هر ملت د ترقۍ او پرمختګ لپاره متعهدو او تحصيل کرده ځوانانو ته اړتيا لري. چې له نېکه مرغه دا اړتيا يې د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو پوره کړې ده. 
د هرات پوهنتون رئيس وويل چې محصلين په ځانګړې توګه فارغ شوي محصلين د اسلام سربازان دي، چې په خپلو وړتياوو سره يې کفار په ګونډو کړي دي. اميد دی چې تاسو هم خپلې وړتياوې وښيي. 
د غونډې په دوام د دې پوهنځي استاد دکتور علي محمد محمدي محصلینو ته مبارکي ورکړه او د هغوی د ټولنيز مسؤوليت يادونه يې وکړه. 
په دې غونډه کې د محصلينو په استازولۍ ذبيح الله امین د استادانو او د هرات پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو سره د دعوتي چارو د همغږۍ غونډه

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو سره د دعوتي چارو د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک د یو اړین مرکز په توګه، چې د صحي او تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره اهمیت لري، په معالجوي خدماتو او د محصلانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې لوی رول لوبولی دی.. . .

BACK TO NEWS