د ۱۴۰۳ پسرلني سمستر د آزموینو پیل

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۸:۲۹
img

د هرات پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتی عبدالغفار په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال مولوي محمد موسی فایق، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، هم ورسره ګډون درلود، د هرات پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ۱۴۰۳ کال د پسرلني ازموینو څخه یې لیدنه وکړه. 
د هرات پوهنتون رئیس د ازموینو په بهیر کې د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او د هغوی د حل وعده یې ورکړه. نوموړي د ازموینو د مقراراتو مراعات کول د ټولو محصلینو او استادانو لپاره لازمي امر وباله او له استادانو نه یې غوښتنه وکړه چې عدالت مراعات او له ازموینو نه دقیق نظارت وکړي. 
هغه همدارنګه د پوهنځیو له مدیرانو او رئیسانو نه مننه وکړه، چې ازموینې یې په ارامه فضا کې پیل کړې او په ښه شکل مدیریت کړې. هغه ټولو محصلینو ته په پای کې د بریالیتوب هیله وکړه. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS