د ټولنيزو علومو پوهنځي فرهنګي څانګې د جغرافیې، ټولنپوهنې او تاريخ څانګو په همغږۍ يوه رقابتي برنامه د « زرغون چاپيريال او پاکه راتلونکې» تر عنوان لاندې جوړه کړه.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۸:۱۹
img

په دې برنامه کې د جغرافيې څانګې د خلکو لپاره د چاپيريال ساتنې ککړتيا په وړاندې مقابله، د ټولنپوهنې څانګې کتاب ته پلمې مه لټوئ، د تاريخ څانګې د رسالت تاريخي سیر او د رسول اکرم ص سياسي ژوند تر سرليک لاندې رقابت وکړ. 
دا مراسم د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شول. وروسته د ټولنيزو علومو د پوهنځي رئيس پوهنيار اسدالله اصيل، مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د علم پر ارزښت خبرې او محصلين يې مطالعې او دا ډول برنامو جوړولو ته لا وهڅول. 
وروسته د فرهنګي کمېټې مسؤول پوهنيار محمد ناصر محمدي د ټولنې او هېواد په وړاندې د محصلینو نقش ته ګوته ونيوه. هغه وويل چې دا ډول مسابقې کولای شي چې محصلين خلاق فکر ته وهڅوي، د نوښت روحيه په کې پیاوړې کړي. 
د دې محفل په پای محصلينو ته تقدير نامې ورکړل شوې. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو سره د دعوتي چارو د همغږۍ غونډه

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو سره د دعوتي چارو د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک د یو اړین مرکز په توګه، چې د صحي او تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره اهمیت لري، په معالجوي خدماتو او د محصلانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې لوی رول لوبولی دی.. . .

BACK TO NEWS