د حقوقو او سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګو اړتياوو ته په کتو د بيا ارزونې ورکشاپ پيل شوه.
دا ورکشاپ د بېلابېلو ادارو لکه د هرات د ولايت مقام، د استيناف د محکمې رياست، د بهرنيو اړيکو رياست، د عدليې رياست، د جامي او غالب پوهننتونونو، د الغياث، اسيا، هريوا، کهکشان شرق، خواجه عبدالله انصاري لوړو زدکړو موسسو، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځی د استازو لپاره جوړ شو.
دا ورکشاپ د قران کريم په څو مبارکو ایتونو سره پيل شو.
په دوام کې يې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد پوهنيار عبدالقادر ندائي ډ حقوقو او سياسي پوهنځي او نړيوالو اړيکو پوهنځي د نصاب اړوند، خلاوې او نواقص، د دغو پوهنځيو د نصاب د بيا کتنې اړتيا، د ستونزو د حل کولو تګلاره او نور معلومات د ورکشاپ د ګډونوالو سره شريک کړل.
په پای کې د حقوقو پوهنځي د نصاب د بيا کتنې اړتيا په نوم پوښتنپاڼې د ورکشاپ پر ګډونوالو ووېشل شوې او د هغوی له خوا ډکې شوې.