د هرات صنعتي ښارګوټي ته د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د محصلينو سير علمي

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۵:۴۶
img

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلينو د هرات له صنعتي ښارګوټي څخه ليدنه وکړه او د دې ښارګوټي شرکت لرونکو د تاوده هرکلي سره مخ شول. 
په دې سيرعلمي کې محصلین د خپلو استادانو او د تجارت او صنایعو د اتاق د استازي له خوا رهنمايي کېدل. 
دوی د ګلبهار له غذايي صنایعو، کابل فولاد، د اريا د رنګ کمپنۍ، د ورېښمو فرش او د انګوري له بوټونو څخه ليدنه او کتنه وکړه. د دغو شرکتونو استازو د دوی له شرکتونو څخه د محصلينو په ليدلو خوښي څرګنده کړه او محصلینو ته يې لازمې لارښوونې وکړې. 
دا سيرعلمي د اقتصاد پوهنځي کمېټې له خوا په لاره اچول شوی و، تر څو محصلين وکولای شي، د دې شرکتونو د کارکوونکو له تجروبو څخه ګټه واخلي. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS