په هرات پوهنتون کې د افغانستان د فتحې دویمه کلیزه ونماځل شوه

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۹:۱۲
:

په هرات پوهنتون کې د افغانستان د فتحې دویمه کلیزه ونماځل شوه.
د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي انعام الله انعام، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نعیم الحق حقاني، د پوهنځیو د رئیسانو، اداري کارکوونکو، د پوهنتون د استادانو او محصلینو په حضور د افغانستان د فتحې دویمه کلیزه د ا.ا.ا له خوا په ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري ۲۴  چې د ۱۴۴۵ قمري کال د محرم ۲۸ سره سمون خوري په هرات پوهنتون کې ونماځل شوه.
مراسم د الهي کلام د آیتونو په تلاوت سره پیل شول او وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني د ښه راغلاست ویلو او د افغانستان د فتحې د دویمې کلیزې په مناسبت د مبارکي ویلو ترڅنګ؛ دا بریا د مجاهدینو او د افغانستان د غیور ملت هڅې او له ځانه تېرېدلو پایله وبلله چې د اسلام د بریا او د امریکایي لښکر(قشون) د ماتې لپاره له خپل ځان او مال څخه په تېرېدو سره، نړۍ ته دا څرګنده کړه چې د افغانستان خلک داسې ملت نه دی چې ذلت او سرټیټي  وړاندې غلي پاتې شي، بلکه په ټول توان او قدرت سره د هر ډول اشغال پر وړاندې ودرېږي او مقاومت کوي. 
د هرات پوهنتون رئیس یو ځل بیا د افغانستان غیور ملت ته د بریا مبارکي وویله ټینګار یې وکړ نن باید ځوانان په ځانګړې توګه محصلین د جهاد او مقاومت ارمانونه د خپل ژوند سرلوحۀ وګرځوي او د پوهې او علم په زده کړې سره د اسلامي نظام پښې ټینګې او کلکې کړي. 
وروسته د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد پوهندوی سید احمد سادات قتالي د ا.ا.ا. فتحې مبارکي وویله، زیاته یې کړه: زموږ د ملت هیله د اسلامي نظام حاکمیت و چې له نېکه مرغه د مجاهدینو په هڅو او کوښښونو سره دا هیله په رښتیا تبدیله شوه.
هغه د الله (ج) په نزد د شهیدانو د وینو د دریځ په اړه خبرې وکړې، په ټول افغانستان کې یې د نن ورځې آرامتیا او سوله د هغوی د ځان قربانولو پایله وبلله او دا یې د دینې مدرسو د زده کوونکو او د پوهنتون د محصلینو دنده وبلله چې د دیني او عصري علومو په زده کړې سره د افغانستان د اسلامي نظام د پراختیا او پرمختګ لاره هواره کړي.
همدارنګه استاد قتالي د ا.ا.ا د آخیرنیو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او نننی جهاد یې جوړونکی جهاد ونوموۀ. هغۀ یادونه وکړه چې دا جهاد باید په علمي برناموو او د پلانونو په طرح کولو سره تقویت کړو.
ورپسې د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد محمد ناصر محمدي هم په افغانستان کې د امریکې او د هغې د متحدانو د ۲۰ کلنې جګړې د مالي او ځاني لګښت په اړه  چې په پای کې د هغو د ماتې او په ذلت سره د وتلو لامل وګرځېده خبرې وکړې زیاته یې کړه: له نېکه مرغه نن په افغانستان کې نظامي جګړه پای ته رسېدلې ده؛ خو دا په دې معنا نه ده چې د افغانستان ملت د دښمنانو شوم پلانونه نا لیدلي او باسنده  ونیسي بلکه باید ځانونه په علم او پوهې سینګار کړي او په کلکې ارادې او عقیدې سره فکري او فرهنګي جګړې ته ځانونه چمتو کړي.
وروسته د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نعیم الحق حقاني لومړی مېلمنو ته د امریکایي پوځیانو د اشغال پر وړاندې د افغانستان د مجاهدینو د بریا مبارکي وویله، زیاته یې کړه: د افغانستان د خلکو زړورتیا نړۍ وال او استعمارګر قدرتونه دې ته اړ کړل چې افغانستان پرېږدي او په ذلت او خوارۍ سره ووځي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس زیاته کړه:  اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د افغانستان د اسلامي نظام د امنیت او آرامتیا تر سیوري لاندې، استادان په دیني مدرسو او د هېواد لوړو زده کړو په مرکزونو کې د افغانستان د پرمختک او غوړېدو لپاره هڅه وکړي او همدارنګه محصلین یې هم تشویق کړل چې د بېلابېلو علومو په زده کړې سره د افغانستان رنځ لیدلو خلکو ته د خدمت لاره هواره کړي.
ورپسې د جهاد په اړه نعت، حماسي- انګیزه کلیپ او تیاتر، د مراسمو حاضرینو ته ترسره شو.
مراسم په دعایې سره پای ته ورسېدل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۸ محرم۱۴۴۵ -  ۲۴ زمری۱۴۰۲ومني او د هغې په

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS