په هرات پوهنتون کي د پلان او راپور جوړوني يو ورځنی سمينار وړاندي سو

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
img

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت د هرات ولایت د کارکوونکو چارو ریاست سره په ګډې همکارۍ د هرات پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره د کاري پلان او راپور جوړوني اړوند یو ورځنی سمینار وړاندي سو.
پدې سیمینار کي د ولایت مقام د کارشناس له لوري کارکوونکو ته د پلان او راپور جوړوني، دندې لايحې، صلاحيتونو، مسؤليتونو او د اجرآتو د ارزوني مشخص کولو اړوند مالومات وړاندي سول.
ددې ترڅنګ په دې سمينار کي کارکوونکو ته د دندې لايحې، صلاحیتونو، معيارونو او شاخصونو، د تنظيم کولو، د کاري پلان د اجراتو او مالوماتو د احصايې ثبت او منظم کولو اړوند زده کړه ورکول سوه.
د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر محمد اجمل سنځر په وينا، د همدې سمينار څخه موخه د اداري کارکوونکو ظرفیت لوړول وه، چي په راتلونکې کي د همدې آمريت له لوري نور غوره سمينارونه به هم وړاندي سي؛ ترڅو اداري کارکوونکي وکولی سي د پوهنتون مراجعینو ته پر وخت غوره خدمت وکړي.
د سمینار په وروستيو کي د ګډونوالو  پوښتونو ته ځوابونه هم ورکړل سول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS