په امارتي ادارو کې د کارورزۍ د اهمیت په اړه پوهاوی

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۳۴
img

د هرات پوهنتون د اداره او پالیسي عامه  پوهنځي د «په امارتي ادارو کې د کارآموزۍ د دورې ګټې» تر سرلیک لاندې علمي سمینار د پوهنیار حبیب‌الله حیدري، چې د دې پوهنځي د کارورزۍ مرکز مسوول دی، په وړاندې کولو سره ترسره کړ. 
په دې روزنیز سمینار کې د کارورزۍ اړوند موضوعات په مفصل ډول تشریح شول چې پکې د کارورزۍ مفهوم، ډولونه، موخې، ګټې او د کارورزۍ د دورې د ترسره کولو پړاوونه شامل وو. 
همدارنګه، په دغه سمینار کې د کارورزۍ اړوند د اسنادو بېلګې او انځورونه هم معرفي او وړاندې شول څو ګډونوالو د دې بهیر له اداري او اجرایي مراحلو سره لا ښه بلدتیا ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS