شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالفغار د هرات پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

hu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۸:۳۱
:

شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالفغار د هرات پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفي شو.
د هرات ولایت مقام مرستیال عبدالقیوم روحاني، د هرات پوهنتون پخوانی  رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د هرات پوهنتون مرستیالانو، د هرات ولایت د حج او اوقافو رئیس، د هرات ولایت د استخباراتو مرستیال، د هرات پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو او استادانو، د لوړوزده کړو خصوصي پوهنتونونو او موسسو رئیسانو او مسؤلینو، د دولتي ادارو رئیسانو او کارکوونکو په حضور د شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د پیژندنې مراسم د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې ترسره شول.
غونډه د الهي کلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور عبدالستار فاضلي مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هرات پوهنتون نوي رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار ته مبارکي وویله او د هغۀ لپاره یې د الله تعالی له دربار څخه د بریالیتوب هیله وکړه؛ همدارنګه هغۀ د هرات پوهنتون د پخواني رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني زیار او هڅې هم نېکې یادې کړې او له هغۀ څخه یې قدرداني وکړه.
ورپسې، د هرات پوهنتون پخواني رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني هم نوي رئس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار  ته د هرات پوهنتون د ریاست مبارکۍ ویلو ترڅنګ، ټولنې ته د خدمت کولو او ورسره یې د اسلامي هیلو د رښتیا کېدو لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د هرات پوهنتون پخواني رئیس په دې مرکز کې د آخیرنیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې، دا لاسته راوړنې یې د لوړو زده کړو وزارت د همکاریو او د هرات پوهنتون د منسوبینو  د هڅو پایله وبلله، دا چې د هرات پوهنتون د رهبري هیأت په څنګ کې د پوهنځیو د زړه سواندو او ژمنو رئیسانو، استادانو او کارکوونکو سختو شرایطو ته په کتو او د ستونزو زغملو سره سره د لوړو زده کړو لوړو موخو د تحقق په پار هر اړخېزه همکاري وکړه مننه او قدر داني وکړه.
وروسته د هرات ولایت مقام مرستیال مولوي عبدالقیوم روحاني خبرې وکړې، په نظام کې د اداري پُستونو تغییر یې یو اصل وبالۀ او د دندې منل یې یو امانت ونوموۀ چې باید په ښه توګه ترسره شي.
د هرات ولایت مقام مرستیال د جهاد د موخو په اړه هم خبرې وکړې وه یې ویل: د جهاد موخه په ټولنه کې د الهي احکامو  تطبیق او د اسلامي شریعت او نظام پیاده کول دي چې الحمدالله د افغانستان خلکو دې اړینې موخې ته لاسرسی پیدا کړی دی او اوس د دې وار رارسېدلی دی چې د ا.ا.ا مسئولین د لایقو او ژمنو کسانو په انتصاب سره  د افغانستان خلکو ته د روښانه راتلونکي جوړولو او هغوی ته د خدمت کولو لپاره عملي ګامونه واخلي. 
مولوي عبدالقیوم روحاني د هرات پوهنتون پخواني رئیس له زیار او کړنو څخه قدر داني وکړه او د شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تقرر یې د هرات پوهنتون د نوي رئیس په توګه هغۀ ته مبارکي وویله او د الله(ج) څخه یې هغۀ ته د خدمت کولو توفیق وغوښت.
وروسته د هرات ولایت د استخباراتو مرستیال مولوي جابر مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هرات پوهنتون نوي رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار ته مبارکي وویله، خوښي یې څرګنده کړه چې اوس الحمدالله د ا.ا.ا په رامنځ ته کېدو سره د دیني مدرسو او د زده کړیزو مرکزونو د یوځای کېدو لاره هواره شوې ده، له نېکه مرغه چې هر یو به د اسلامي نظام د پرمختګ لپاره په خپلې برخې(سهم) کې دیني او علمي فعالیتونه تر سره کوي.
وروسته د هرات پوهنتون نوي رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د هرات پوهنتون له رهبري هیأت څخه د قدرداني ترڅنګ، د ا.ا.ا د مسئولینو له ښه نیت څخه مننه وکړه، د دندې ترسره کول یې یو مسؤولیت وبالۀ چې لومړی یو کس  باید ځان د الله(ج) په حضور کې ځواب ورکوونکی وګڼي او وروسته خلکو ته ځواب ورکوونکی واوسي ترڅو له دې لارې د مسؤولیتونو په برخه کې بې پروایي ونه شي.
هغۀ زیاته کړه: عبادت یوازې په لمونځ او روژې  نه خلاصه کېږي بلکې هر هغه چارې چې په داسې ډول ترسره شي چې عمومي ګټه پکې وي هغه هم عبادت شمېرل کېږي.
نو دا زموږ د ټولو دنده ده تر څو هڅه وکړو چې په اتفاق او یووالي سره د دندو په مخته وړلو کې له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړو.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
۲۰صفر ۱۴۴۵- ۱۵ وږی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۴۶
Background image

د هرات پوهنتون په کادري روغتون کي د طبي اخلاقو اړوند علمي سمينار وړاندي شو

د هرات پوهنتون په کادري روغتون کي د د طبي اخلاقو اړوند علمي سمینار وړاندي شو، چي ددې سمينار څخه يې موخه د کادري روغتون د کارکوونکو د مسلکي او اخلاقي ظرفيت لوړوالي، په روغتیا خدمتونو کي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۴۶
Background image

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د محصلانو ترمنځ د غوره خبريال جام د عامه اړيکو د دوهم ټولګي په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي  د محصلانو ترمنځ د غوره خبريال جام د ژورناليزم څانګې د دوهم ټولګي او د عامه اړيکو څانګې د دوهم ټولګي ترمنځ ترسره شوه، چي اتلولۍ يې د يادې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۲۵
Background image

په ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کي د آنلاين پوښتنليک جوړولو سمينار وړاندي شو

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د برېښنايي زده کړو او تحقيق کمېټو په ګډه همکارۍ سره د يادې پوهنځي محصلانو او استادانو ته د آنلاين پوښتنليک جوړولو اړوند يو ورځنی سمينار. . .

BACK TO NEWS