روش های نوین تدریس

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۸:۱۹
:

د تدریس نوې لارې چارې : فردي مدیریت" د هغه څلور ورځني ورکشاپ عنوان دی چې د هرات پوهنتون د مسلکي استادانو د پرمختګ مرکز د آمریت لخوا پیل شوی دی.
د دې ورکشاپ افتتاحیه مراسم د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخند زاده، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د استادانو مسلکي انکشاف مرکز آمر پوهنوال دکتور عزیز الرحمن نیازی او د نورو ګډون کوونکو په حضور د پوهنتون د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت د ناستو په اتاق کې تر سره شول. 
ښاغلي نعماني د دې ورکشاپ له ترسره کوونکو څخه د مننې ترڅنګ، د تدریس د نویو لارو چارو او میتودونو د ارزښت په اړه، په ځانګړې توګه د جدید التقرر استادانو لپاره خبرې وکړې، همدارنګه د ارزیابۍ د بېلابېلو لارو چارو او په فعاله توګه د درسونو مخته وړلو په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې  د هرات پوهنتون د استادانو د مسلکي انکشاف مرکز آمر پوهنوال دکتور عزیز الرحمن نیازي د ورکشاپ د محتویاتو او زماني جدول په اړه ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱۷ ذی القعده ۱۴۴۴ - ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۵۳
Background image

د هرات پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي نوی رئيس معرفي شو.

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنيار ذبيح الله عرفان د ژورناليزم پوهنځي ته نوي رئيس په توګه وروپېژندل شو. 
دا مراسم د هرات پوهنتون د علمي مرستيال مولوي محمد موسی فایق، اداري مرستيال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی

د هرات پوهنتون د ظرفیت د لوړولو عمومي مدیریت یو سیمینار د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د پوهنتون اداري کار کوونکو او د امارت اداري استازو ته وړاندې کړ. 
دا برنامه د قران کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۴۹
Background image

د هرات پوهنتون د کادر علمي ازموينه پيل شوه.

د هرات پوهنتون د کادر تخصصي علمي ازموينه واخيستل شوه، په دې ازموينه کې ۷۷ تنو متقاضيانو ګډون کړی وو او دا ازموينه د ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په سالون کې واخيستل شوه. 
دا ازموينه د. . .

BACK TO NEWS