د کمپيوټر ساينس پوهنځي د محصلينو د ښه راغلاست محفل جوړ شو.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۴:۴۳
img

د کمپيوټر ساينس پوهنځي فرهنګي کمېټې د دې پوهنځي نويو شامل شوو (۹۰) تنو محصلينو ته د ښه راغلاست محفل جوړ کړ. 
په دې محفل کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د کمپيوټر ساينس پوهنځي رييس پوهنيار سید کامران حسيني او نورو استادانو او محصلينو ګډون کړی ؤ. 
دا مراسم د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره چې پوهنيار مسعود عزيزي له خوا تلاوت شول، پيل شول. ورپسې د کمپيوټر ساينس پوهنځي رييس پوهنيار سيد کامران حسيني نويو شامل شوو محصلينو ته ښه راغلاست ووايه او هغوی ته يې د کمپيوټر ساينس پوهنځي بېلابېلې برخې ور وپېژندې. هغه همدارنګه دوی ته وویل چې دا پوهنځی د زده کړو يو مهم مرکز دی، دا يې هم ورته په ډاګه کړه چې ښايي تاسو د خپلو زده کړو په بهير کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شئ، خو د دې پوهنځي استادان پوره هڅه کوي چې ستاسو ټولو ستونزه ته رسيده ګي وکړي. 
د غونډې په دوام د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار هم محصلينو ته ښه راغلاست وويل. دغه راز هغه په خپلو خبرو کې زياته کې چې د هر ملت پرمختيا د هغه ملت د ځوانانو په تعهد او ژمنتيا پورې تړلې ده. هغه پر دغو محصلینو تاکيد وکړ چې نظم او دسپلين زموږ له ديني اصولو څخه ده او تاسو بايد دا اصول په پوره ژمنتيا سره پر ځان عملي کړئ. 
د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس هم محصلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ له پوهنځي د لارښود استاد د ټاکلو غوښتنه وکړه. 
د دې غونډې په دوام د ډېټابېس څانګې آمر پوهنيار محمد حامد اميري، د توکو د انجينري څانګې آمر پوهنيار عبدالخالق هروي،  د نیټورک څانګې آمر پوهنيار عبدالغفار فروتن خپلې څانګې محصلينو ته ور وپېژندې. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

BACK TO NEWS