د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو د علمي کنفرانسونو په اړه غونډه

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۵
img

د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنو د کمېټې له خوا غونډه وشوه، چې د دې پوهنځي ټول استادان به په يوه وخت خپل کنفرانسونه وړاندې کوي. 
دا غونډه د قرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه. 
ورپسې د دې پوهنځي رئيس پوهنوال بصير احمد کريمي استادانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د څېړنو له کمېټې څخه مننه وکړه، چې داسې يوه برنامه يې په پام کې نيولې ده. 
ده همداراز په پوهنتونونو کې د څېړنو پر ارزښت او په علمي پرمختګ کې يې پر نقش هم خبرې وکړې. 
د غونډې په دوام، د بدني روزنې د څانګې آمر پوهنمل عبدالطيف جاويد، د « پروژې محور ميتود پر بنسټ د بدني روزنې د مضمونونو تدريس» تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې کړ
 د سيمينار په پای کې يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS