د چاپ ماشينونو د عملي او تخنيکي زده کړې ورکشاپ د ژورنالېزم په پوهنځي

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۹
img

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د څلورم ټولګيو محصلانو لپاره د چاپ ماشينونو د پيژندني او کاروني اړوند عملي او تخنيکي زده کړې په پار دوه ورځنی ورکشاپ راپيل شو.
دا ورکشاپ د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د محصلانو د راتلونکي کاري چاپيريال سره د بلدتيا او د مسلکي ظرفيت لوړوني په موخه راپيل شو، چي د يادې پوهنځي د مطبعې د مدير عبدالحکیم توخي له لوري ورته وړاندي کيږي.
په دې ورکشاپ ګډونوالو محصلينو ته د چاپ ماشين پيژندني، چاپ ماشينونو ډولونو، کاغذ پيژندني، د پرينټ د پاڼې ترتيب، چاپ ماشين ته د رنګونو منظم کول، اسناد معياري سکن او يو شمېر نوري مهمې برخي ور ښودل کيږي.
د يادوني وړ ده، چي ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي تل په دې لټه کي ده؛ ترڅو د خپلو محصلينو د نظري زده کړو ترڅنګ هغوی ته د عملي ظرفيت لوړولو په موخه غوره مسلکي سمينارونه او ورکشاپونه وړاندي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS