د ویب سایټ د تغذیې په اړه غونډه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۰:۴۹
img

د هرات پوهنتون د علمي مرستیال مولوي محمد موسی فایق تر مشرۍ لاندې نن په هرات پوهنتون کې د ویب سایټ د تغذیې په اړه غونډه وشوه. په دې غونډه کې چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس او نورو غړو هم په کې ګډون کړی ؤ، لومړی مولوي محمد موسی فایق په خپل وخت د ویب سایټ پر تغذیې باندې ټینګار وکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د شفافیت په موخه باید د هرات پوهنتون ویب سایټ هر وخت ژر ژر آپډيټ شي، تر څو پر هرات پوهنتون باندې د خلکو باور لا زیات شي. 
د هرات پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي مولوي محمد موسی فایق د یادې کمېټې له ټولو غړو وغوښتل چې په جدیت سره کار وکړي، تر څو خلک وکولای شي چې د هرات پوهنتون له سایټ څخه نوي معلومات په خپل وخت تر لاسه کړي. 
د غونډې په دوام د کمیټې غړو هم خپل نظرونه د چارو د ښه ترسراوي په موخه یو له بل سره شریک کړل. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ساينس پوهنځي د رياضي څانګې د محصلينو ترمنځ رقابتي برنامه جوړه شوه.

دا برنامه د ساينس پوهنځي د څلورګونو څانګو د محصلينو لپاره په ورځني ژوند کې د رياضي کارولو تر سرليک پيل شوه. 
د دې برنامې مراسم د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شول. 
دا برنامه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۱۶
Background image

« په میکرو طریقې سره په یوه جامد فاز کې د انالیتونو بېلول » تر سرلیک لاندې کنفرانس وړاندې شو.

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي له خوا په میکرو طریقې سره په یوه جامد فاز کې د انالیتونو بېلولو تر عنوان لاندې کنفرانس ورکړل شو. 
دا کنفرانس د دې پوهنځي د رئیس، استادانو او محصلینو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۹:۲۶
Background image

د نمونې د اندازې د تعیین تګلارې او په څېړنه کې د احصايې د مفهومونو نه ګټه اخیستنه.

دا د هغه ورکشاپ نوم و چې د هرات پوهنتون د مسلکي استادانو د انکشاف مرکز پیل کړی و. 
د دې ورکشاپ ګډوونکي د هرات پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو استادان دي، چې په ترڅ کې به یې د احصايې له. . .

BACK TO NEWS