د هرات پوهنتون ۲۰ اداري کارکونکو ته دکمپیوټر ښونیز کورس دهرات پوهنتون مالي او اداري معاونیت اړوند دانکشافي مدیریت په وړاندیز او د هرات پوهنتون انګلیسي او کمپیوټر ښونیز بنسټ په مرسته جوړ سو
د هرات پوهنتون ۲۰ اداري کارکونکو ته دکمپیوټر ښونیز کورس دهرات پوهنتون مالي او اداري معاونیت اړوند دانکشافي مدیریت په وړاندیز او د هرات پوهنتون انګلیسي او کمپیوټر ښونیز بنسټ په مرسته جوړ سو.محمد نذیر سکندري دهرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال دانګلیسي او کمپیوټر ښونیز بنسټ مسولینو څخه دمنني او د اداري کارکونکو د انکشاف او ظرفیت لوړ والي ترڅنګ وویل: دهغه ځایه چي دتکنالوژي څخه ګټه اخیستنه د ادراي کارونو په پرمختګ او مراجعینو ته دښه خدمتونو وړاندي کولو کي اغیزه لري، دهرات پوهنتون مشرتابه پلاوي هوډ لري چي خپل اداري کارکونکو ته د مسلکي زدکړو او ظرفیت لوړه وني لار ه هواره کړي.