د هرات پوهنتون په کادري روغتون کي د طبي اخلاقو اړوند علمي سمينار وړاندي شو

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۴۶
img

د هرات پوهنتون په کادري روغتون کي د د طبي اخلاقو اړوند علمي سمینار وړاندي شو، چي ددې سمينار څخه يې موخه د کادري روغتون د کارکوونکو د مسلکي او اخلاقي ظرفيت لوړوالي، په روغتیا خدمتونو کي انساني اصولو ته وده  ورکول همدارنګه د ناروغ او ډاکټر ترمنځ د اړیکو ښه والي رامنځته کول وه.
دا سمینار د هرات پوهنتون د طب پوهنځي استاد پوهاند دوکتور خلیل احمد آزر لخوا وړاندي سو، چي نوموړي په خپلو خبرو کي طب اخلاقي د ډاکتر او ناروغ ترمنځ د اړیکو بنسټیزه برخه ياد کړه او ټینګار یې وکړ چي مسلکي طبي پوهه هغه وخت ریښتینې مانا او اثر په ډاګوي، چي له اخلاقي او انساني ژمنتيا سره مخته يوړل سي. نوموړي په علمي او عملي مثالونو او تجربو په بیانولو سره ګډونوالو ته روښانه کړه، چي ښه اخلاق د ناروغانو د درملنې په بهیر کي د هغوی پر عمومي باور زیاتوالي راولي او د روغتیايي غوره چاپیریال په رامنځته کولو کي کلیدي رول لري.
د ياد سمينار په وروستيو کي د کادري  روغتون رئیس ډاکتر ذبیح الله اُمید د پوهاند دوکتور آزر د زيار او هڅو څخه قدرداني او مننه وکړه همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چي په راتلونکي کي به نور هم دا ډول علمي سمينارونه د متخصصینو ډاکټرانو په همکارۍ سره وړاندي سي، هغه په دې اړه زياته کړه چي ددې ډول سمينارونو دايرولو څخه موخه د کادري روغتون د کارکوونکو د علمي او کاري اخلاقي ظرفیت لوړول همدارنګه د خلکو مسلکي خدمت و فرهنگ ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS