د هرات پوهنتون رئیس د کار او ټولنیزو چارو له رئیس سره وکتل

hu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۰:۱۹
""

د هرات پوهنتون رئيس پوهندوی عبدالعزيزنعماني په داسې حال کې چې په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړی استازی او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله آخندزاده هم حاضرو، د هرات ولایت د کار او ټولنيزو چارو له رئيس حافظ میرزا ابومحمد منصور او مل پلاوي سره یې ليدنه اوخبرې اترې وکړې.
د دې ليدنې موخه د هرات پوهنتون او کاراو ټولنيزو چارو ریاست ترمنځ د همکارۍ د تړون دوام او د محصلينو لپاره په دولتي ادارو او خصوصي سکتورکې د کاري زده کړې اوهمدارنګه د پوهنتون څخه فارغومحصلينو ته د بوختيا د زمینې برابرولو په اړه بحث او تبادل نظر وشو.
د هرات پوهنتون رئيس پوهندوی عبدالعزيزنعماني د پوهنتون محصلينو او فارغينو ته د کاراو ټولنيزو چارو رياست د پروګرامونو د هرکلي ترڅنګ، د تحصيلي بنسټونو فارغينوته د بوختيا د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د همکارۍ د هوکړه ليک عملي کولو په برخه کې یې د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه.
په دوام یې  د هرات ولایت د کاراو ټولنيزو چارو رئيس هم د هرات پوهنتون د همکارۍ څخه مننه څرګنده کړه، فارغينو اومحصلينو ته د چوپړتياوو وړاندې کولو په برخه کې یې د دوو ادارو ترمنځ د همکارۍ د هوکړه ليک عملي کول مهم یاد کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

په هرات پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کول

د هرات پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې، له پوهنتون دننه تر کدرې روغتون، د غاښونو کلینیک او د ښوونې او روزنې پوهنځي پورې، منظمې ترجمې هره ورځ په خپلواکه او منظمه توګه د معنوي فضا په منځ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار. . .

BACK TO NEWS