*د هرات پوهنتون رئیس د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه*

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
img

د هرات پوهنتون رئیس مفتي عبدالستار المحسن د دغه علمي بنسټ د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو سره په یوه معرفي غونډه کې وینا وکړه.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د هرات پوهنتون رئیس د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو سره د لیدنې له امله خپله خوښي څرګنده کړه او د محصلانو په سالمه روزنه او ټولنې ته په خدمت کې یې د استادانو پر مهم رول ټینګار وکړ. نوموړي وویل: «زموږ او ستاسو دنده دا ده چې ټولنې ته په رښتینولۍ خدمت وکړو او اړینه ده چې سپارل شوې دندې په پاک نیت او بشپړ اخلاص سره ترسره کړو.»

مفتي عبدالستار المحسن د خپلو خبرو په دوام کې د پوهنتون د بېلابېلو څانګو ترمنځ د مشورې او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له ټولو یې وغوښتل چې د یو بل په چارو کې له هر ډول لاسوهنې څخه ډډه وکړي. هغه همداراز له محصلانو او مراجعینو سره ښه او درناوی لرونکی چلند د یوه علمي بنسټ له اساسي اصولو څخه وباله او زیاته یې کړه چې د پوهنتون په علمي چاپېریال کې باید د سمتي، ژبني او قومي تعصب لپاره هېڅ ډول زمینه برابره نه شي.

د هرات پوهنتون رئیس د یووالي، همغږۍ او نظم پر ساتلو ټینګار وکړ او له استادانو یې وغوښتل چې د محصلانو د علمي او اخلاقي روزنې او اصلاح په برخه کې په دوامداره او مسؤلانه هڅو اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS