د هرات پوهنتون د ۱۴۴۵ کال د محصل جام د والیبال سیالیو فینال د انجنیرۍ پوهنځي د والیبال لوبډلې په بریالیتوب پای ته ورسېدې.

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۳
:

د هرات پوهنتون د ۱۴۴۵ کال د محصل جام د والیبال سیالیو فینال د انجنیرۍ پوهنځي د والیبال لوبډلې په بریالیتوب پای ته ورسېدې.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، پوهنمل د انجنیرۍ پوهنځي رئیس، د شایسته هنرونو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد توفیق رحمانی، د استادانو او محصلینو خدماتو د انسجام رئیس نظام الدین ملکي او محصلینو په حضور د انجنیرۍ او ښایسته هنرونو پوهنځیو د والیبال لوبډلو ترمنځ د محصل جام د والیبال سیالیو فینال دایر شو چې په پای کې د انجنیرۍ پوهنځي د والیبال لوبډلې وکولای شول د ۱ پر ۳ پای سره خپل سیال ته ماته ورکړي او د دې سیالیو د اتلولۍ نوم خپل کړي.
د جایزو د ډالۍ کولو په مراسمو کې د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د دې دورې د سیالیو له ترسره کوونکو څخه د مننې کولو ترڅنګ د ورزش د ارزښت په اړه خبرې وکړې او محصلین یې تشویق کړل چې د خپلو درسونو د زده کړو ترڅنګ ورزشي فعالیتونه هم وکړي، همدارنګه هغه ژمنه وکړه چې د هرات پوهنتون رهبري پلاوی به د دې علمي مرکز له ورزش کوونکو محصلینو څخه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې به مناسبې اسانتیاوې او امکانات د پوهنتون د ورزش مدیریت په اختیار کې ورکړي.
ورپسې د مېلمنو په حضور، د اتلولۍ کپ د انجنیرۍ پوهنځي لوبډلې ته ډالۍ شو او په ترتیب سره ځینې نورې جایزې د ګډون کوونکو لوبډلو غړو ته ورکړل شوې.
ویل کېږي چې د اقتصاد پوهنځي لوبډلې به ځوانمردۍ سره د لوبو د سرته رسولو او د سیالیو د نظم او دسپلین په رعایت کولو سره د دې دورې سیالیو د اخلاقو کپ خپل کړ.
همدارنګه د هرات پوهنتون د دې دورې سیالیو له بېلابېلو پوهنځیو څخه ۲۰ کسه منتخبې لوبډلې ته د لوېدیځ زون سیالیو د ګډون په پار چې د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په ابتکار د هرات پوهنتون په کوربه توب به دایر شي وټاکل شول.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱ ربیع الاول ۱۴۴۵- ۲۶ وږی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS