د هرات پوهنتون د نارینه لیلیې لیدنه
نن د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي انعام الله انعام په داسې حال کې چې د پوهنتون د تهیه او تدارکاتو آمر اجمل سنځر، د پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمر محمد ناصر مستنیر، د خدماتو عمومي مدیر عتیق الله سهرابي، د حفظ او ساتنې، تهیه او تدارکاتو مدیرانو او د ذکورو لیلیې عمومي مدیر هم حضور درلود، د هرات پوهنتون د ذکورو له لیلیې څخه لیدنه وکړه او د خوراکي موادو د کیفیت ، د غذایي موادو د پخولو ډول او د لیلیې عمومي پاکوالي د بررسۍ ترڅنګ د محصلینو سره د هغوی د اعاشې او اباتې د وضعیت په اړه خبرې وکړې او محصلینو هم د لیلیې له شرایطو څخه د رضایت څرګندونه وکړه.
د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال پر لیلیې پورې د اړوند قوانینو او مقرراتو د رعایت کولو ټینګار سره سره، د ذوکورو لیلیې مسئولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د خوړلو موادو په پخلي کې او همدارنګه د قرارداد مطابق د کیفیت لرونکو خوراکي موادو پر تحویل اخیستلو ډاډ تر لاسه کړي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
۲۶ محرم ۱۴۴۵- ۲۲ زمری ۱۴۰۲