د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت جلسه وشوه
د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونيت جلسه د ياد معاونيت په دفتر کې د ملا انعام الله انعام تر رهبرۍ لاندې د ټولو امرينو او مديرانو په شتون کې وشوه.
په دې جلسه کې د هرات پوهنتون علمي معاون د اداري معاونيت فعلي وضعيت ښه و ارزاوه او د لا چټکو کارونو لپاره يې د يوه منظم پلان پر جوړېدو تاکيد وکړ.
دغه راز ښاغلي انعام د پرسونل تر منځ پر بشپړې همغږۍ او ډېرې هڅې کولو هم ټينګار وکړ.
د غونډې په پای د غونډې ګډونوالو هم خپل نظرونه تبادله او له اداري معاونيت څخه د لا زياتو امکاناتو برابرولو غوښتونکي شول.