د هرات پوهنتون د علمي مجلو یوکلن اعتبارنامې ترلاسه کول

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
img

د هرات پوهنتون د تحقیقاتو معاونیت او علمي مجلې وتوانیدلې چې د لوړو زده‌کړو وزارت څخه د خپلو علمي مجلو یوکلنه اعتبارنامه ترلاسه کړي.
ډاکټر نورعلي مهمند، د هرات پوهنتون د تحقیقاتو او علمي مجلې مرستیال، د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې په دې معاونیت کې چارې په جدي او منظم ډول روانې دي او د دې اعتبارنامې ترلاسه کول یې د لوړو زده‌کړو بنسټونو کې د علمي تحقیقاتو د پراختیا په لار کې یو مهم ګام وباله.
هغه زیاته کړه چې د تحقیقاتو او علمي مجلې معاونیت هڅه کوي د طبیعي علومو په برخه کې د نړیوالو مقالو د خپرولو جواز هم ترلاسه کړي، تر څو د استادانو د علمي آثارو د پراخې کچې خپرولو زمینه برابره شي.
یادونه باید وشي چې د هرات پوهنتون د استادانو مقالې د دې نهاد د علمي مجلې په وېب‌سایټ کې پورته شوې دي او مینه‌وال کولی شي دغه مقالې د هرات پوهنتون له وېب‌سایټ څخه ترلاسه او مطالعه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS