د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه

hu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۰:۴۸
""

د هرات پوهنتون د علمی شورا غونډه د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د محصلانو د چارو مرستیال شاغلی پوهندوی غلام حضرت حساس، د استادانو د چارو آمر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د پوهنځیو رئیسانو او د غونډې د نورو غړو په ګډون د هرات پوهنتون د علمي شورا په سالون کي ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون رئیس د تیرې یوې میاشتې کاري راپور وړاندې کړ. د پوهنتون رئیس همدا راز د پوهنتون موجوده ستونزې او کړاوونونه په ډاګه کړل او ژمنه یی وکړه چي موجوده ستونزي به د لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ سره حل کړې شي.
د غونډې په دوام کي د غونډې غړو د استادانو د تقرر، انفکاک او علمي ترفیعاتو دوسیې وڅیړلې او پر بیلابیلو موضوعاتو باندې له بحث او غور وروسته اړینې پریکړې ونیول شوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو سره د دعوتي چارو د همغږۍ غونډه

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو سره د دعوتي چارو د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک د یو اړین مرکز په توګه، چې د صحي او تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره اهمیت لري، په معالجوي خدماتو او د محصلانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې لوی رول لوبولی دی.. . .

BACK TO NEWS