د هرات پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي د محصلانو د تيوري دورې پای

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۵۵
img

د ستوماتولوژي پوهنځي فرهنګي کمېټې د ۴۷ تنو محصلانو د تيوري دورې د پای ته رسېدو په مناسبت محفل نيولی و. 
په دې محفل کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د ستوماتولوژي پوهنځي رئيس پوهنمل ابوعلي لطيف، د هرات د ستوماتولوګانو د اتحاديې رئيس ډاکټر اميد ارين، د ادبياتو پوهنځي رئيس پوهندوی فضل احمد فضل، استادانو او محصلينو د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې ګډون کړی وو. 
په پيل کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار فارغ شوو محصلينو ته تبريکي وويلو تر څنګ د هغوی زحمتونه وستايل. د هغوی دا زحمتونه يې د دې ځورېدلي ملت د دردونو د روغتيا لامل وګڼل. دغه راز يې د تحصيل کړو ځوانان نقش د هېواد په پرمختګ او بيا جوړونه کې بارز وګاڼه. 
همدارنګه د هرات پوهنتون رئيس د عصري زده کړو پر اړتيا باندې هم ټينګار وکړ او ويې ويل: چې د هر ملت د ودې او پراختيا له پاره د ديني علومو ترڅنګ عصري علومو ته ډېره اړتيا ده، تر څو هر ځوان په پوره اخلاقي او انساني توګه عصري علوم هم ترلاسه کړي. 
د غونډې په دوام د ستوماتولوژي پوهنځي رييس پوهنمل دوکتور ابوعلي لطيف هم محصلينو ته د مبارکي ويلو تر څنګ د پوهنځي بېلابېلې برخې د غونډې ګډونوالو ته ور پېژندې، د دې پوهنځي فعاليتونه او لاسته راوړنې يې واضح کړې. 
ده همداراز ټينګار وکړ چې د ستوماتولوژي پوهنځي د ټولنې په سلامتيا کې ډېر رول لري. په همدې خاطر يې د هرات پوهنتون له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د دوی د پوهنځي ته لا ډېره توجه او همکاري وکړي.
دغه راز دوکتور لطيف د خپلې پوهنځي له استادانو او محصلينو څخه مننه او هيله يې څرګنده کړه چې د دوی په همکارۍ به وکولای شي چې د ټولنې په سلامتيا کې لا بارز نقش ولوبوي.

وروسته د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهندوی فضل احمد فاضل او د هرات د ستوماتولوګانو د اتحاديې رئيس اميد آرين محصلينو ته مبارکي وويله او له هغوی نه يې وغوښتل چې په پوره ژمنتيا سره ټولنې ته خدمت وکړي. 
وروسته د محصلينو اولياوو څخه يوه تن د هرات پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړو. 
بيا د محصلینو له ډلې څخه يوه محصل ډاکټر صالح نورمريانيوال د خپلې پوهنځي له رئيس او استادانو نه مننه وکړه. 
وروسته تقدير نامې ووېشل شوې. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو د ارزونې د څېړنیزې پروژې پیل

ټاکل شوې ده چې د «د کمي میکروبي خطرونو د ارزونې (QMRA) میتود په کارولو سره د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو ارزونه» تر سرلیک لاندې څېړنیزه پروژه د هرات پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د هرات پوهنتون او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

نن د هرات پوهنتون د عمومي رئیس مفتي عبدالستار المحسن، د پوهنتون د مرستیالانو او د افغان ملي بانک د استازي په شتون کې د بانکي خدمتونو د ښه والي، چټکتیا او اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

BACK TO NEWS