د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو تالار ترمیم شو.
د پوهنتون مالي او اداري معاونیت د کنفرانسونو او سیمینارونو لپاره د یوې ښکلې او مناسبې فضا د رامنځته کولو په موخه د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو تالار د ترمیم چارې ترسره کړې. خوشبختانه، دغه تالار د ترمیم وروسته بیا د پوهنتون د بېلابېلو علمي برنامو د ترسره کولو لپاره چمتو شوی دی.