د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد نوی امر معرفي شو.
نن مولوي عبدالله طیب د هرات پوهنتون د علمي مرستيال او سرپرست مولوي محمد موسی فایق، اداري مرستيال ملا انعام الله انعام، د دعوت او ارشاد پخواني امر مولوي نذير احمد انيق په حضور کې خپلو همکار ته د دعوت او ارشاد د نوي امر په حیث ور وپېژندل شو.
په پيل د هرات پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست مولوي محمد موسی فایق د دعوت او ارشاد له پخواني څخه مننه وکړه او د هغه کارونه وې وستايل او وروسته وې مولوي عبدالله طیب ته د چارو د ښه ترسراوي هيله وکړه.
علمي مرستيال دغه راز تبديلي په يوه اداره کې عادي چاره وګڼله او دا بدلونونه يې د محصلينو د لا ښو زده کړو لپاره اغېزمن وګڼل.