د هرات پوهنتون د خدماتي کارکوونکو سره ليدنه

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۳۷
img

ملا انعام الله انعام نن د هرات پوهنتون د خدماتي کارکوونکو سره وليدل. 
په دې ليدنه کې ښاغلي انعام له کارکوونکو څخه د دوی له کار سره د ژمنتيا، صداقت او پابندۍ له امله مننه وکړه. 
دغه راز د مننې ترڅنګ يې ورسره له خپله اړخه د هر ډول مرسته ژمنه يو ځل بيا تازه کړه. 
په همدې ډول په دې غونډه کې ښاغلي ملا انعام الله انعام په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د پوهنتون د علمي موخو د ترسراوي له پاره اداري پرسونل هم يو له مهمو بنسټونو څخه دی، پر همدې اساس بايد دې برخې ته هم جدي پاملرنه وشي. 
د غونډې په پای کې د هرات پوهنتون ټول اداري پرسونل د ښاغلي معاون صاحب انعام له ليدنې خوښي څرګنده کړه او په خپلو کارونو کې يې د لا زیات صداقت او پابندۍ ژمنه لا تازه کړه. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS